ملي امنیت وايي کابل کې یې د داعش ډلې دوه غړي نیولي

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د داعش ډلې اړوند دوه تنه‌یې چې د ځانمرګي بريدونو د زده‌کړې لپاره ننګرهار ته استول کېدل، نيولي دي.

دغه ریاست نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه دوه کسان د کابل په پنځمه ناحیه کې نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست وایي چې نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د داعش ډلې د تبلیغاتي مسؤل ملا عبدالطیف په واسطه د هرات په کرخ ولسوالۍ کې داعش ډلې سره یوځای شوي دي.