بېړنیو پېښو ته د رسېدګۍ په برخه کې د دولت وزیر وايي چې د ژمي په موسم کې شلو زرو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره چمتووالی لري.
ویس برمک نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې دوی دغه سېمې په څو کټه ګوریو وېشلي چې پر خپل وخت به ورته مرستې ورسول شي.
ښاغلی برمک وايي:
"تقریباً موږ د ژمي په موسم کې شلو زرو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره چمتووالی لرو، په هغه صورت کې چې کله خدای مهکړه کومه پېښه رامنځته کېږي، د شلو زرو کورنیو لپاره د خوراکي موادو امکانات لرو."
دا په داسې حال کې ده چې په ملي شورا کې د خلکو یو شمېر استازي وایي چې د هېواد په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د واورې اورېدو له امله ډېری د تګ راتګ لارې تړل شوي او په سرپل جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک له ناوړه وضعیت سره مخ دي.