روسي څارنوالانو د اوکراین په ختیځ کې د مشکوکو جنګي جرمونو په تړاو د اوکراین د امنیتي ادارو پر ضد د جنګي جنایتونو دوسیه پرانیستې ده.
د روسيې د تحقیقاتو د کمېسون یوه ویاند نن خبریالانو ته وویل څارنوالانو پر ملکیانو د اوکراین د پوځ د توپخانې د بریدونو په اړه شواهد موندلي دي.
روسيې په دې لړ کې د اوکراین د ۶ پوځي قوماندانانو پر ضد د جنايي تحقیقاتو دوسیه پرانیستې ده.
دا قوماندانان د جګړې پر مهال له منع شویو وسلو او چلند څخه په استفادې تورن دي.