د ایران یوې محکمې د دې هېواد د اسلامي انقلاب د یوه بنسټ ایښودونکي مشر زوی د لسګونو کلونو پخواني صوتي پیغام د خپرولو له امله په کوم کې چې د ده پلار د ۱۹۸۸ میلادي کال د بندیانو ډلهییز اعدام غندلی، په ۶ کاله بند محکوم کړ.
ایراني رسنۍ وايي احمد منتظري د قم ښار د یوې مذهبي محکمې لهخوا محکوم شوی دی.
محکمې د منتظري لهخوا د محرم صوتي پیغام خپرول د ایران ملي امنیت ته ګواښ بللی دی.
۶۰ کلن منتظري د ایتالله حسین علي منتظري زوی دی چې د ایران د اسلامي انقلاب د مشر ایتالله روحالله خمیني د ښي لاس سړی و.
احمد منتظري په تېره اګست میاشت کې یو صوتي پیغام خپور کړ په کوم کې چې د ده پلار د بندیانو د اعدام په اړه له قضايي چارواکو سره استدلال کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا ایران په ۱۹۸۸ میلادي کال کې له عراق سره تر جګړې وروسته شاوخوا پنځه زره زندانیان په ډلهییزه توګه اعدام کړل.