د ارزګان چارواکي وایي چې د دغه ولایت د پوهنې رئیس احسانالله ناشر په درې کال بند محکوم شوی دی.
د دغه ولایت د استېناف څارنوالۍ رئیس ګل احمد الکو نن ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ محکمې د دغه ولایت د پوهنې رئیس احسانالله ناشر د درغلۍ په تور په درېيو کلونو بند محکوم کړی خو دوو نورو محکمو لاتر اوسه خپله پرېکړه نهده کړې.
د مسؤلینو په خبره چې د پوهنې رئیس په څارنوالۍ کې ۷ نورې قضيي هم لري چې یوهيې د ۴۰ میلیونه افغانیو د اختلاس ده.
دا په داسې حال کي ده چې تر دې وړاندې هم د پوهنې ریاست پر رئیس یو شمېر کسانو د درغلۍ تورونه پورې کړي خو احسانالله ناشر په دې اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.