د ترکمنستان-اقینې رېل پټلۍ پرانیستل شوه

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن د ترکمنستان له اته مراد څخه د افغانستان تر اقينې بندره د رېل پټلۍ رسماً افتتاح کړه.

ارګ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف نن د اقینې د لومړۍ برخې د پرانیستې مراسمو کې چې په ترکمنستان کې ترسره شول، ګډون وکړ.

په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو جمهور رئیسان نن غرمه په اورګاډي کې اقینې بندر ته راشي او په افغانستان کې هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ترکمنستان-اقینې د بندر پرانیسته وکړي.

اقینه بندر کې د پرانیستې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د دواړو هېوادونو د لوړپوړو مقاماتو او سلګونه داخلي او بهرنۍ مېلمنو د ګډون تیاری نیول شوی دی.