د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو په پوځي عملياتو کې د وسلهوالو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون ۸ تنه وسلهوال وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وسلهوالو د يوه قوماندان ملا بسمالله په ګډون دغه ۸ وسلهوال په زابل، کندهار او ارزګان کې وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
ويل شوي چې دولت ضد وسلهوالو ته دغه مرګ ژوبله د اتل په نامه په روانو پوځي عملياتو کې اوښتې ده.
د دولت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.