سره له دې چې د لوګر د ټولګټو چارو ریاست په وینا روان لمریز کال کې يې د سړکونو په برخه کې د "۱۳۰۰" میلیونه افغانیو په قیمت پروژې پلي کړي او د ځینو يې عملي کارونه روان دي، ولې بیا هم د یاد ولایت د ډېریو سیمو خلک وايي چې د دوی منطقې اساسي سړکونه نهلري.
دوی زیاتوي برکي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالۍ همدارنګه د ده شخ د څلور لارې نه تر څرخ ولسوالۍ پورې له غځېدلو سړکونو چې د لوګر تر نیمايي ډېر وګړي استفاده کوي، لارې او سړکونهيې خراب دي.
د لوګر یو تن مدني فعال وحیدالله عبدالرحیمزی ازادي راډیو ته وايي چې د لوګر په ډېریو سیمو کې هغه سړکونه چې ډېر باارزښته دي او د خلکو پرې ډېره ګڼه ګوڼه ده، له جوړولو پاتې دي همدارنګه د یادو سړکونو په اوږدو کې اساسي پلونه هم نهشته چې د واورو او بارانونو پر مهال د خلکو ستونزې لاپسې ډېروي.
وحیدالله عبدالرحیمزی وايي:
"ځینې داسې لارې دي چې په هغه کې موټر نهشي تللی، خلک نهشي پرې تللی، په ژمي او خټو کې خلک له دې لارو خپل ضرورتونه نهشي رفع کولای، زموږ غوښتنه دا ده، هغه لارې چې ډېرې مهمې دي او ډېرې ستراتیژیکې دي، باید د هغو پخول په اساسي ډول باندې همدارنګه ځینې پلونه دي چې د خلکو د تګ او راتګ لپاره ډېر مهم دي، د هغې جوړول هم ډېر ضرور دي."
د لوګر ولایت یو بل تن اوسېدونکی بیا په یاد ولایت کې د هغو سړکونو نومونه اخلي چې اساسي جوړولو تهيې اړتیا ده او اړوندې حکومتي ادارې يې باید جوړولو ته توجه وکړي:
"سید حبیبالله سادات یم، فواید عامې چې کوم سرکونه جوړ کړي، دا هم د قدر وړ دي، خو هغه سړکونه چې هلته ډېر خلک ورڅخه استفاده کوي، لکه د برکي برک، څرخ، خوښۍ ولسوالي او په دې مرکز کې هغه ته باید توجه وشي، یا د چهارراهي ده شیخ نه پیل تر څرخ ولسوالۍ پورې دا هغه سړکونه دي چې که فواید عامه، انکشاف دهات یا هر چا پورې چې اړه لري، دوی باید توجه وکړي، دواړو خواوو دې سړکو کې ۸۵ فیصده خلک دلته مېشت دي، دا سړکونه باید خلکو ته جوړ شي."
که د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د دوی سیمو ته د اساسي سړکونو له نهشتون شکایت کوي او جوړوليې غواړي، بل لوري ته په سږني لمریز کال کې د فواید عامې لهخوا ځیني سړکونه جوړ شوي او په ځینو يې کارونه روان دي.
احمدالله چې د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، فواید عامې ورته نوی سړک جوړ کړی او په دې سره د دوی د سیمهوالو ډېری ستونزې هوارې شوې دي.
احمدالله زیاتوي:
"مخکې موږ ډېر مشکلات درلودل، بازار ته به نهشو تللی، په لاره کې به مو ډېر مشکلات درلودل، خو اوس کله چې فواید عامې موږ ته دا سړک جوړ کړ، نو ډېر مشکلات مو رفع شول، مریضان مو په وخت سره شفاخانې ته رسېدلی شي، همدارنګه کوم مېوهجات او سبزیجات چې موږ د زراعت له لارې لاسته راوړو، په خپل وخت سره بازار ته رسېږي."
د لوګر ولایت د ټول ګټو چارو رئیس انجینر عبدالولي رئیسي وايي، د سړکونو جوړولو تهيې توجه کړې ده او د ۱۳ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو پروژې لري، همدارنګه یو شمېر نورو سړکونو ته به د نوي لمریز کال په پرمختیايي بودجه کې د فنډ د پیدا کولو هڅې وکړي.
ښاغلي رئیسي زیاته کړه:
"د یو عشاریه درې میلیارده افغانیو په لګښت باندې په لوګر کې د ټولګټو وزارت پروژې همدا اوس کار پرې روان دی او یا هم ځینې بشپړې شوي دي، د کابل د دوهم سړک د اول پېز کار دېرش سلنه تکمیل شوی او شاید په اینده کال کې تکمیل شي، همدارنګه د ولسوالۍ سړکونه مثلاً د خوښۍ نه تر محمداغې پورې سړک ډیزاین بشپړ شوی ده، شاید کال ته قرارداد ته ولاړ شي، د ازرې سړک ته بودجه منظوره شوې ده، دا هم شاید نوی کال ډیزاین او رغونې ته ولاړه شي."
د یادونې وړ ده، لوګر د هغو ولایتونو څخه دی چې د کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو سره سرحد لري، کابل ته د ګردېز او خوست عمومي سړک په اوږدو د لوګر له مسیره تېرېږي.
راپور: نجیبالله الوخېل