د سوريې حکومتي پوځ حلب ښار کې چټک پرمختګ کړی

د تېرو دوو ورځو پر مهال د سوريې پوځ د ياغيانو تر کنټرول لاندې حلب ښار پر لور چټک پرمختګ کړی دی او له دې سره ملکيان تېښتې ته اړ شوي دي.

پوځ او متحدانو يې د شنبې په ورځ د محاصره شوي حلب ښار په شمال ختيځ کې د جګړې پر لومړۍ کرښه پرتې د هانانو ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ.

د يکشنبې په ورځ دوی وويل چې ګاونډي ولسوالۍ جبل بدرو یې نيولې ده.

وروسته پوځ وويل چې د هولوک په نوم يوه بله ولسوالۍ يې ونیوله او ګڼ شمېر ترورېستان‌يې ووژل. د سوريې حکومت خپلو مخالفينو ته دغه نوم کاروي.

د تېرو دوو ورځو پر مهال د پوځ او متحدانو چټک پرمختګ د حکومت په مخالفینو کې اندېښنې راپارولي چې د لوېديځ حلب شمالي برخه ښايي د جنوبي برخې څخه پرې شي.

له دې سره به په ختيځ کې د یاغيانو کنټرول کمزوری شي او ملکيان به نور هم د جګړې لومړۍ کرښې ته نېږدې شي.

د ټول حلب ښار کنټرول نیول به د سوريې د ولسمشر بشار الاسد لپاره لويه بریا وي.

د سوريې په پنځه کلنۍ جګړه کې سلګونه زره ملکيان وژل شوي او تر ۱۱ میلیونه زيات‌يې بې‌ځايه شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو څار اداره وايي، د ياغيانو تر کنټرول لاندې ګاونډي ولسوالۍ څخه شاوخوا ۴۰۰ کسان د حکومت تر کنټرول لاندې هانانو ته ولاړل او ځيني يې له هغه ځايه د حکومت تر کنټرول لاندې لوېديځ حلب ته انتقال شول.

د محمد په نوم یوه کس روېټرز خبري اژانس ته ويلي:

"موږ هانانو د سوريې د حکومتي ځواکونو د پرمختګ پر مهال د هوايي حملو او کلورین ګاز له لاسه پرېښود."

ځينې کسان د کُرد ملېشو تر کنټرول لاندې سيمو ته هم اوړي چې له ډېرې مودې راهيسې له حکومتي ځواکونو سره نه‎دي جنګېدلي او همداراز دولتي هوايي بريدونه هم نه‎دي پرې شوي.

د سوريې د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې شاوخوا ۳۰ کورنۍ د کُرد ملېشو تر کنټرول لاندې شېخ مقصود په نوم ولسوالۍ ته ولاړې.

روسي رسنیو د دفاع وزارت د يوه چارواکي له خولې ویلي چې د دوشنبې په ورځ تر ۹۰۰ زیات ملکيان چې په‎کې ۱۱۹ کوچنيان هم شامل وو، له جبل بدرو څخه ووتل.

حلب د ۲۰۱۱ میلادي کال د جګړې تر پیل مخکې د سوريې تر ټولو لوی ښار و، خو اوس د حکومت تر کنټرول لاندې لوېديځ او ياغيانو تر کنټرول لاندې ختيځ وېشل شوی دی.

په ختيځ حلب کې هم خلک بې‌ځايه شوي دي.

سلګونه نور د جنوب خوا ته روان دي او دا محاصره شوې ساحه ده.

دوی نه‌غواړي په هغه صورت کې که حکومت دغه ښار تقسیم کړي، په شمالي برخه کې پاتې شي.