د سوريې دولتي ځواکونو حلب کې چټک پرمختګ کړى

له سوريې څخه رارسېدلي راپورونه وايي، دولتي ځواکونو د حلب په ختيځ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې چټک پرمختګ کړى دى.

په پوځي برخه کې دغه پرمختګ د دې سبب شوى چې زرګونه ملکيان له دغو سيمو ووځي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي، ولسمشر بشارالاسد ته وفادارو ځواکونو پرون پر جبال بدرو او بعدينسيمو ولکه ټينګه کړه.

دغه دواړې سيمې مساکن هنانو ولسوالۍ ته څېرمه پرتې دي.

دغه ولسوالي د شنبې په ورځ د ياغيانو له جنګياليو ونيول شوه.

د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، د حلب د ختيځ له ناامنو سيمو څخه نېږدې ۱۰ زره ملکيان هغو ولسواليو ته تښتېدلي چې د دولت يا هم کُردانو په کنټرول کې دي.

په دوى کې دغه مېرمنه هم شامله وه چې په دولتي بس کې د دولت تر ولکې لاندې سيمو ته روانه وه، هغې روېټرز اژانس ته وويل:

"موږ ډېر له کړاوه ډک ژوند درلود. موږ بېرېدلي وو. مرګ مو په خپلو سترګو وليد. هلته ډوډۍ، نور خواړه، بوره، سګرېټ او نور ضروري مواد نه‌شته."

پرون هم له شکور او الحيدريه ولسواليو د سوريې د دولتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ جګړې په شدت سره روانې وې.