افغانستان او ترکمنستان ولسمشران به د رېل پټلۍ رسماً پرانیزي

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران نن د ترکمنستان له آته مراد څخه د افغانستان تر آقينې بندره د رېل پټلۍ رسماً افتتاح کوي.

د جمهوري ریاست مرستيال وياند شاه حسین مرتضوي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان له ډېری ولايتونو څخه مېلمانه په دغو مراسمو کې ګډون لپاره بلل شوي دي.

ښاغلی مرتضوي زیاتوي:

"افغانستان به نور پر يوه لاره محدود پاتې نه‎شي لکه د تورخم لار يا د پاکستان لور ته نورې لارې. د افغانستان پر مخ نوې لارې پرانیستل شوي دي او دا کار به د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې مهم رول ولري."

ټاکل شوې ده د آقينې په بندر کې به د دغو مراسمو تر څنګ د افغان محصولاتو یو نندارتون هم جوړ شي.

د ترکمنستان او افغانستان رېل پټلۍ د افغانستان په خاوره کې ۳.۵ کېلو متره ده چې د ترکمنستان له‎خوا جوړه شوې او ترکمنستان د آته مراد څخه د افغانستان د آقینې تر بندره رسېږي.

ټاکل شوې ده دغه پټلۍ به د آسيا پراختيايي بانک په مرسته د فارياب تر اندخوی پورې وغځول شي.