اجرائيه رئيس وايي، په هرو پنځلسو ورځو کې په وزيرانو شورا کې د ملګرو ملتونو د پايدار پرمختګ د اهدافو پر لاسته راوړنو بحث کېږي.
عبدالله عبدالله دا خبرې پرون هغې غونډې ته وکړې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون لهخوا د ملګرو ملتونو د پايدار پرمختګ پر اهدافو د بحث لپاره رابلل شوې وه.
ښاغلي عبدالله وويل:
"د کار د پرمختګ او په دې لاره کې پر پرتو ستونزو خبرې کېږي. د افغانستان اقتصاد وزارت د پايدار پرمختګ پروګرامونو د همږغۍ دنده لري."
اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله زیاته کړه چې افغان حکومت ته د پايدار پرمختګ مسئله مهمه ده.