ترکي چارواکو دوه خبريالان چې بهرنيو ته‌يې کار کاوه، نیولي

ترکي چارواکو په تېرو دوو ورځو کې دوه خبريالان چې بهرنيو ته‌يې کار کاوه، نیولي دي.

دغه خبريالان په داسې حال کې توقيف کېږي چې حکومت د جولاى مياشتې د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته ځپونکي اقدامات کړي دي.

امريکا غږ وايي، د دوی ازاد خبريال خايجان فرقين د شنبې په ورځ په ديارباکر کې نيول شوی دى.

د بي بي سي ترکۍ څانګې بيا ويلي چې د دوی خبرياله خديجه کمر چې په شېروان ښارګوټي کې يې د يوه کان د نړېدو په اړه راپور ورکاوه، نيول شوې وه.

د مسو کان د نړېدو په پېښه کې ١١ کارګران مړه شوي وو.

بي بي سي ويلي چې دغه خبرياله‌يې پرون خوشې شوه.

ترکيې په دې وروستيو مياشتو کې پر خبريالانو قيودات سخت کړي دي.

له ۱۷۰ څخه د زياتو خبري ادارو د بندولو تر څنګ‌يې له ۱۲۰ څخه ډېر خبريالان بنديان کړي دي.