فرانسه کې "فيون" د جمهوريت غوښتونکي ګوند مقدماتي ټاکنې وګټلې

په فرانسه کې د جمهوري رياست تر انتخاباتو مخکې فرانسوا فيون د جمهوريت غوښتونکي ګوند مقدماتي ټاکنې وګټلې.

پرون د دوهم ځل مقدماتي انتخاباتو د ټولو شمېرل شويو رأيو پر اساس فيون ٦٦ اعشاريه پنځه فيصده رأيې وګټلې.

دغه مقدماتي انتخابات د مرکزي ښي اړخي جمهوريت غوښتونکي ګوند له‎خوا تنظيم شوي وو.

په همدغه ګوند کې د ده سيال الن ژوپي ٣٥ اعشاريه پنځه فيصده رأيې خپلې کړې.

اوس به ښايي فرانسوا فيون د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د ښي اړخي ګوند له مشر مارين لوپن سره مخامخ وي.

دغه انتخابات په راتلونکي پسرلي کې کېږي.