پاکستان دفاع وزیر: د باجوه راتلو سره به پالېسي بدلون ونه‌کړي

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، د نوي لوی درستيز تر مشرۍ لاندې به د دغه هېواد په پوځي پالېسي کې سم د لاسه بدلون رانه‎شي.

د پاکستان لپاره ډګر جنرال قمر جاوید باجوه د نوي لوى درستيز په توګه ټاکل شوى دى.

دفاع وزير خواجه اصف دا خبرې پرون د پاکستان جيو ټلوېزیون ته وکړې.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د شنبې په ورځ باجوه د جنرال راحيل شريف پر ځاى د لوى درستيز په توګه وټاکه.

د پوځ لوی درستيز په پاکستان کې تر ټولو قوي کس ګڼل کېږي او ويل کېږي د باجوه له ټاکل کېدو سره به د حکومت او پوځ تر منځ ترينګلې اړيکې بياتنظيم شي.

د پوځ او حکومت تر منځ اړيکې د راحيل شريف په وخت کې خړې پړې شوې وې.