ننګرهار چارواکي: داعش پر ضد هوايي حملې ګټورې ثابتې شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، په دې ولايت کې د داعش ډلې پر ضد هوايي حملې ګټورې ثابتې شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل چې په دغو هوايي حملو کې تر ډېره بې‌پیلوټه الوتکې برخه لري.

د والي وياند وايي، په تېرو څو مياشتو کې د مخامخ نښتو، دغه‌راز د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي حملو له کبله د داعش د مهمو قوماندانانو په ګډون د دوى لسګونه غړي وژل شوي دي.

ښاغلي خوګياڼي ونه‌ويل چې د روان کال له پيله تر اوسه په ننګرهار کې دقيقاً د داعش ډلې څو تنه وسله‎وال وژل شوي.

په وروستيو کې داعش ډلې د ننګرهار په هغو ولسواليو کې تحرکات پيل کړي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي.