ارزګانۍ بلقیس د پولیس خاوند تر مرګ وروسته سوالګرۍ ته مجبوره شوې

په ارزګان کې د یوه وژل شوي سرتېري کورنۍ وايي، دولت له پام غورځولې او د بې‌وسۍ له امله سوال ته مجبوره شوې ده.

د وژل شوي سرتېري عطاالله مېرمنې بلقیس د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که دولت ورسره همکاري ونه‌کړي ماشومان به‌یې له لوږې مړه شي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ښځو چارو ریاست مسؤلین هم دا مني او وايي هر راز همکارۍ ته‌يې ژمن دي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال شریف‌الله شرافت راپور ووارئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شریف الله شرافت راپور