په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ارزګان ولایت کې ۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د عامه اړیکو مسؤل محمد صادق نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسلهوال د افغان ځواکونو د «شفق۲» عملیاتو پر مهال د ارزګان مرکز ترینکوټ اړوند، چرمګر سیمه کې مړه او ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې عملیاتو پر مهال د وسلهوالو طالبانو یو شمېر نقلیه وسایط هم لهمنځه وړل شوي دي او ۲۲ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې اوس هم پوځي عملیات روان دي او تر دا مهالهیې یو شمېر سیمې له وسلهوالو طالبانو څخه تصفیصه شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.