راپورونه وايي، په کسپين سمندرګي کې د ايران د يوې هلیکوپټرې د سقوط په نتيجه کې هغه پنځه کسان مړه شوي چې په الوتکه کې سپاره وو.
دغه پېښه نن سهار وختي د تېلو يوه کارځاى ته نېږدې شوې ده.
د جرمني خبري اژانس د ايراني رسنيو په حواله راپور ورکړى چې دغه الوتکه د ايران د تېلو وزارت مربوط وه او هڅهيې کوله د تېلو د کارځاى يو انجنير چې د زړه حمله ورباندې راغلې وه، روغتون ته انتقال کړي.
د الوتکې د سقوط د علت په اړه نور معلومات نهدي ورکړل شوي.