ترکیه وايي د داعش برید کې د کیمیاوي ګازو نښې لیدل شوي

ترکي رسنيو د ترکيې د وسله والو ځواکونو په حواله راپور ورکړى چې د داعش تر يوې راکټي حملې وروسته په ٢٢ ياغيانو کې د کيمياوي ګازو نښې ليدل شوي دي.

په ننني راپور کېويل شوي چې د راکټي حملې هدف هغه ياغيان وو چې ترکيه يې ملاتړ کوي او له څو ورځو يې د سوريې شمالي ښارګوټى الباب چې د داعش په ولکه کې دى، محاصره کړى دى.

د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو د ترکيې د پوځ د اعلاميې پر اساس راپور ورکړى چې ويلي يې دي:

"د داعش له خوا د توغندي تر ويشتلو وروسته د اپوزيسيون د ٢٢ غړو په سترګو او د بدن په نورو برخو کې د کيمياوي ګازو نښې ليدل شوي دي."

په راپور کې نه دي ويل شوي چې دغه توغندي کله ويشتل شوى دى.

ترکي رسنيو راپور ورکړى چې د ترکيې د بېړنيو مرستو ډلو سرحدي ولايت کيليس ته نږدې په روغتون کې دغه ياغيان د کيمياوي موادو د نښو-نښانو په خاطر معاينه کړي دي.