مشرانو جرګې د ۱۳۹۶ کال بودجې طرحه تائید کړه

د افغانستان مشرانو جرګې د ۱۳۹۶ هجري شمسي کال بودجې طرحه تائید او تصویب لپاره‌یې ولسي جرګې ته واستوله.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د جرګې په نننۍ غونډه کې سناتورانو ته ډاډ ورکړ چې په دغې بودجه کې د دوی نظریات په پام کې نیول شوي دي.

د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي چې دوی له دې کبله ژر د بودجې دغه طرحه تائید کړه چې ګواکې امنیتي ځواکونه او دولتي مأمورین له همدې بودجې معاشونه ترلاسه کوي.

د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه ۴۶۵ ملیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ میلیارده‌یې عادي او ۱۷۸ میلیارده‌یې پراختیايي بودجه تشکیلوي.