فرزام: د معافیت فرهنګ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د معافیت فرهنګ د دې لامل شوی چې لاهم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام ومومي.

د بشري حقونو د ساحوي دفتر مشر عبدالاحد فرزام نن ازادي راډیو ته وویل چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا دوه زره اووه سوه قضیې ثبت شوې دي.

دی وايي:

"د هغو شمېرو له مخې چې موږ یې لرو په تېرو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې ۲۶۲۱ قضیې ثبت شوې دي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې همدا اوس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي شپاړس ورځنی کمپاین دوام لري.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې دا ډول کمپاینونه ګټور بولي.