چارواکي: د ننګرهار هسکه مېنه کې ۷ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې اووه داعش وسله‌وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال وايي، دغه وسله‌وال نن شنبې شاوخوا یوولس نیمې بجې د یادې ولسوالۍ د ګورګورې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، په دې برید کې د داعش وسله‌والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي.