د افغانستان حج او اوقافو وزارت د ولسي جرګې د غړي حفیظ منصور هغه څرګندونې بېاساسه بولي چې ګواکې په ځینو پوهنتونونو او دیني مدرسو کې د سخت دریځۍ تبیلغ کېږي.
د دغه وزارت مرستیال داعيالحق عابد نن ازادي راډیو ته وویل که څوک په دې اړه اسناد لري نو له دوی سره دې شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"که له وکیل صیب سره کوم سند وی راغلی به وی او له وزارت سره بهیې پرې بحث کړی وی خو کوم بحث چې بېاسنادو مطرح شي زما په نظر په اوسنیو شرایطو کې مناسب کار نهدی."
د ولسي جرګې غړي حفیظ منصور څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې ویلي چې د هېواد په ځینو پوهنتونونو او دیني مدرسو کې عملاً د سخت دریځۍ تبلیغ کېږي او ننیې بیا هم په یوې غونډه کې دې موضوع ته اشاره وکړه.
حفیظ منصور دا هم ویلي چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره اسناد لري خو هغهیې له رسنیو سره شریک نهکړل.