د سوریې دولتي رسنۍ او فعالان وايي چې د دغه هېواد حکومتي ځواکونو په حلب ښار کې یوه مهمه سیمه ونیوله.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا پرون وویل، سوريايي ځواکونو حنانو سیمه بشپړه نیولې او اوس دا سیمه له ماینونو او منفجره وسايلو پاکوي.
په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو د څار اداره د دولتي ځواکونو لهخوا د دې سیمې نیونه تائیدوي او وايي چې دولتي ځواکونه پر دوو نورو سیمو بریدونو ته دوام ورکوي.
د سوریې پوځ دولس ورځې مخکې د حلب د ختيځو برخو د بېرته نيولو لپاره خپل عمليات بيا پيل کړل.
په دغو سيمو کې شاوخوا دوه نيم لکه ملکيان راګېر پاتې دي.
د سوريې د بشري حقونو څار اداره وايي په ځمکنيو او هوايي حملو کې ٢١٢ ملکيان وژل شوي دي.
د سوريې حلب ښار له ٢٠١٢ میلادي کال راهيسې پر دوو برخو وېشل شوى، دولتي ځواکونهيې پر لوېديځه او ياغيانيې پر ختيځه برخه کنټرول لري.
د دغه ښار بشپړه تصفيه به تر شپږنيم کلنې جګړې وروسته د ولسمشر بشارالاسد لپاره لويه بريا وي.