"م.م": سوریه کې د محاصره شویو ماشومانو شمېر دوه برابره شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، په سوریه کې د جګړې د دوام په نتيجه کې د هغو ماشومانو شمېر دوه چنده شوې چې تر محاصرې لاندې سيمو کې ژوند کوي.

د دې ادارې په خبره تر يوه کال په کمه موده کې د دغو ماشومانو شمېر دوه برابره، يعنې پنځو لکو ته رسېدلې ده.

یونېسف نن یکشنبه وویل، دا ماشومان د سوریې په ۱۶ محاصره شویو سیمو کې اوسي چې تقریباً له ټولو بشري مرستو او اساسي خدماتو بېخي بې‌برخې دي.

یوازې د حلب ښار په ختيځ کې چې د یاغیانو په لاس کې دی، د اټکل له مخې یو لک ماشومان په محاصره کې ژوند کوي.

د يونېسف ادارې اجرائيه مشر انتوني لېک په يوه اعلاميه کې وويل، ماشومان وژل کېږي او ټپيانېږي، ښوونځيو ته نه‌شي تلى، خواړه او دارو-درمل هم په سختۍ وررسېږي.

د دې ادارې په وينا په تېرو نېږدې دوو کلونو کې ځينو خلکو ته دومره لږې مرستې رسېدلي چې په هېڅ حساب دي.