د افغانستان د سولې عالي شورا وايي پر ګلبدین حکمتیار د تعزیراتو له لیرې کېدو وروسته به د ملارسول اخند په مشرۍ له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
د دغه شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډیو ته وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه او پر دغې ډلې د بندیزونو لیرې کېدو نورې وسلهوالې ډلې هم د سولې خبرو ته لېواله کړې دي.
ښاغلی اوچقون وايي:
"د ملارسول په مشرۍ د طالبانو انشعابي ډله مذاکرې ته لېواله ده او د سولې عالي شورا هم تصمیم لري چې له حزب اسلامي د هوکړې د ټولو موادو له عملي کېدو وروسته له دغې ډلې سره چې د طالبانو یوه لویه برخه جوړوي خبرې پیل کړي."
د نوموړي په خبره د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو انشعابي ډلې څو ځلې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.
خو د سولې عالي شورا مسؤلین بیا وايي چې د ملا هبتالله په مشرۍ د طالبانو ډله د سولې خبرو ته علاقمندي نهلري.