وحدت: طالبانو د انتحاري حملو مرکزونه کوهستاناتو ته انتقال کړي

د سرپل والي ویلي چې وسله‌والو طالبانو د انتحاري حملو د روزنې مرکزونه د دغه ولایت کوهستانات ولسوالۍ ته انتقال کړي دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د شنبې په ماښام په مزارشریف کې په یوه کنفرانس کې دا خبره وکړه او وویل:

"زموږ د رپوټونو له مخې په سرپل کې تر وروستۍ جګړې مخکې، طالبانو ۶۰ تنه د هغوی په خبره فدایان روزلي و، دغو کسانو زموږ د خلکو او امنیتي سرتېرو په وړاندې خپل رول ادا کړ."

ښاغلي وحدت وویل چې د طالبانو تر څنګ د داعش پورې تړلې ډلې هم د سرپل په ځینو برخو کې فعالیت کوي.

د سرپل والي وویل که څه هم طالبانو پرېکړه کړې چې له سرپل نه د بریا لپاره لار هواره کړي خو افغان پوځیانو د خلکو په همکارۍ د دوی مخه نیولې ده.

سرپل په دې وروستیو کې د سختو نا امنیو شاهد دی او په خپله پر ظاهر وحدت هم تېره اوونۍ د یوې انتحاري حملې هڅه وشوه چې د سرتېرو د ډزو په نتیجه کې حمله کوونکی هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شو.