د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو ویلي چې په دغه هېواد کې د ۱۹۳۰ کال لوږه باید عام وژنه وپېژندل شي.
پروشینکو د یادو کلونو د لوږې په نتیجه کې د مړو شویو کسانو د یادښت په مراسمو کې چې په کیف کې جوړ شوي و وویل:
"ما یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په دې مسئلې کار کوي څو نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه دا موضوع هم عامه وژنه یاده کړي."
د ۱۹۳۰ کال په لوږه کې د پخوانۍ شوروي د دکتاتور جوزېف ستالین پر مهال په اوکراین کې دوه میلیونه کسان مړه شوي و.
په اوکراین کې دا لوږه وروسته له هغه د لکونو انسانانو د مړینې لامل شوه چې د جوزېف ستالین سرتېرو د اوکراین بزګران د حاصلاتو د راټولولو له لارې د ډلهییزو بزګریو لپاره مجبوره کړل.
تاریخپوهان وايي په ۱۹۳۲ کال کې د حاصلاتو په ټولولو کې کمزورتیا د شوروي د پخواني اتحاد د مدیریت له امله وشوه چې لوږهیې رامنځته کړه.