د بغلان امنیتي چارواکي وایي چې یو تن یوولس کلن ماشوم یې له انسان تښتونکو نه ژغورلی دی.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع ازادي راډيو ته وویل چې انسان تښتونکو دغه ماشوم لس ورځې وړاندې له بورکې ولسوالۍ نه تښتولی و.
نوموړي وویل چې تښتونکو د دغه ماشوم د خوشي کېدو په بدل کې پنځه لکه افغانۍ غوښتې وې.
ښاغلی شجاع وایي چې تښتوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.