پوتین امریکايي لوبغاړي سیګل ته د روسيې پاسپورټ ورکړ

دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نومبر پر ۲۵ شخصاً د امریکا د هالیوډ سینما یوه نامتو لوبغاړي سټیفن سیګل ته روسي پاسپورټ ورکړ.

نوموړي ته د روسیې لخوا د روانې میاشتې په سر کې تابعیت ورکړل شو.

پوتین په کریملن کې د یوې لیدني پر مهال سیګل ته د پاسپورټ ورکولو پر مهال هیله وښوده چې دغه نوی تابعیت به د امریکا او روسیې تر منځ د اړیکو د تدریجي سمېدو نښه وي.

سیګل وروسته پخپله هم پر پاسپورټ لاسلیک وکړ ځکه پوتین ورته وویل چې له لاسلیک پرته به اعتبار ونه لري.

د واشنګټن او مسکو ترمنځ د ترینګلو اړیکو سره سره، سیګل یو له هغو لوېدیځو شخصیتونو دی چې ولسمشر پوتین ته نږدې دی او ستایل کېږي.

فرانسوی فلمی ستوری جرارډ دوپیردیو او بوکسر رای جونز هغه نورې نامتو لوېدیځې څېرې دي چې په وروستیو کلونو کې د کریملن لخوا د روسیې تابعیت ورکړل شو.