فرانسه کې د تروریستي بریدونو د پلان په تور۵ تنه نیول شوي

فرانسوي چارواکي وایي تېره اوونۍ یې هغه پنځه تنه نیولي چې ګمان کېږي په هغه هېواد کې یې د تروریستي بریدونو پلان درلود.

د پاریس څارنوال تېر ماښام وویل دغو مشکوکو کسانو د مبایلونو په واسطه له سوریې یا عراق څخه د اسلامي دولت ډلې له یوه قوماندان څخه سپارښتنې اخستلې.

دی وایي، د ستراسبرګ او مارسي په ښارونو کې د عملیاتو پر مهال وسلې هم ترلاسه شوي دي.

دغه پنځه تنه چې څلور یې فرانسویان او یو مراکشي وګړی دی، اوس تر تحقیقات لاندي دي.

فرانسوي چارواکي وایي، دغو کسانو په پام کې درلوده چې د ډسمبر پر لومړۍ نېټه یو احتمالي هدف په نښه کړي، خو دی وایي، چارواکي تر اوسه په دې نه دي توانېدلی چې د دغه احتمالي هدف دقیق ځای ومومي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ پرون ویلي چې په هېواد کې یې د دغې شبکې له منځه وړلو دوی د لویو بریدونو څخه خوندي کړي دي.

د ۲۰۱۵ کال د نومبر میاشتي بریدونو راهیسي چې په پاریس کې وشوه او ۱۳۰ تنه یې ووژل ، لا تر اوسه هم په فرانسې کې اضطراري حالت دوام لري.