د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له چمن سره نږدې د پاکستان د بيرغ پورته کول او د نظامي مراسمو ترسره کول نامناسب اقدام بللی.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډيو ته وویل چې دا ډول اقدامات به د دواړو هېوادونو اړیکې لا ترینګلې کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا ډول اقدامات په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو اړیکې په حساسو شرایطو کې دي، دا به د کړکېچونو د دواړو اړخونو ترمنځ د اړیکو د لا زیانمنېدو سبب شي."
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانوپه دې وروستیو کې د چمن په سېمه کې د پاکستان د بیرغ په پورته کولو سره ځانګړي پوځي مراسم ترسره کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا اقدام د دواړو لوريو د مخکنيو ژمنو خلاف بللی دی.