د کیوبا انقلابي مشر فیډل کاسټرو چې نږدې نیمه پېړۍ یې په کیوبا کې د کمونستي حکومت مشري وکړه، د نوي کلنو په عمر ومړ.
د کاسټرو ورور د کیوبا ولسمشر راهول کاسټرو د خپل هېواد په ملي تلویزیون کې اعلان وکړ چې د کیوبا د انقلاب اعلی سرقوماندان د نومبر په پنځه ویشتمه د شپې په لسو بجو او نهه ویشت دقیقو ساه ورکړه.