د نورستان والي: دواب کې ۳ وسله‌‎وال طالبان وژل شوي

د نورستان چارواکي وایي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهیسې جګړه درېدلې ده.

د دغه ولایت سرپرست حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې یوې اوونۍ په جګړې کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او اته ټپیان شوې دي.

نوموړي وویل چې په دې جګړې کې اته ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

خو په وینا یې چې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له بلې خوا بیا وسله وال طالبان دغلته د دریو امنیتي پوستو د نیولو ادعا کوي.