ایران کې د ریل ګاډو ټکر کې د مړه شویو شمېر ۴۴تنو ته ورسېد

په ایران کې د ریل ګاډو د پروني ټکر له امله د مړو شوو شمېر زیات شوی دی.

د ایران دولتي تلویزیون وايي، په دې پېښه کې چې په سمنان ولایت کې شوې لږ تر لږه ۴۴ کسان مړه او او ۸۲ نور ژوبل دي.

دا پېښه پرون سهار مهال هغه وخت وشوه کله چې د سپرلیو یو ریل پر تم ځای ولاړ بل ریل سره وجنګېد.

ایراني چارواکي وايي، لومړنۍ پلټنې ښیي چې دا ترافیکي پېښه د سړې هوا په نتیحه کې د رامنځته شوي تخنیکي ستونزې له امله شوې ده.

د دولتي اټلکلونو له مخې په ایران کې هر کال شاوخوا ۱۷ زره کسان په ترافیکي پېښو کې مړه کېږي.