ولسمشر غني جلال اباد کې د تېرې ورځې چاودنې وغندلې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جلال اباد کې د تېرې ورځې چاودنې په سختو ټکو وغندلې.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني ویلي په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنان د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو لپاره له هرې لارې هڅه کوي چې ګډوډي او د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي.

افغان ولسمشر ویلي دا ډول بریدونه نشي کولی د افغانانو د ارادې مخه ونیسي.

په جلال اباد ښار کې د جمعې په ورځ دریو چاودونو د یوه ماشوم او دوو امنیتي افرادو په ګډون پینځه کسان ووژل او شاوخوا ۲۷ کسان يې ژوبل کړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډیو ته وویل چې پرونۍ چاودنې د جلال اباد ښار د پولیسو په څلورم او دوهم ماموریت کې شوي دي.