د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې درې پرلهپسې چاودنو دوه دیرش تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د جمعې په ورځ د جلالاباد ښار په مختلفو سیمو کې په پرلهپسې ډول درې چاودنې وشوې.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغه چاودنې د جلالاباد ښار د څلورم او دویم ماموریت اړوند سیمو کې شوي دي.
د خوګياڼي په خبره په دې چاودنو کې د یو ماشوم او دوه امنیتي کسانو په ګډون ۵ تنه ملکيان وژل شوي او د درې امنیتي کسانو په ګډون ۲۷ نور ملکیان ټپیان شوي دي.
د دې پېښو مسؤلیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخېستی.
پخواني:
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې چاودنې څلور تنه زخمیان کړي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايی چې نن شاوخوا ۱۰ بجې د جلال اباد ښار څلورمې حوزې په سیمه کې د امنيه قوماندانۍ د نظارت خانې امر کور مخې ته چاودنه شوې چې د خوګياڼي په خبره د نظارت خانې د امر په ګډون څلورتنه ټپيان شوي.
د دې پيښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.