د چین دولتي رسنۍ وايي، په ختیځ جینګ شي ولایت کې د انرژۍ د یو مرکز چې د ودانۍ کار یې روان وو د یوې برخې د نړېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۴ تنو ته رسیدلی دی.
د چین دولتي خبري اژانس سینهوا د جمعې په ورځ وویل په پېښه کې له۷۴ وژل شوېو کسانو څخه د ۶۸ کسانو جسدونه پېژندل شوي دي.
په چین کې د صنعتي کارونو پر مهال دا ډول پېښې ډیرې رامنځ ته کېږي او د کار پر مهال د خوندیتوب معیارونه ډېر کله له پامه غورځول کېږي.