فرانسوي چارواکي وايي، یو وسله وال کس د فرانسې په جنوب کې د زړو خلکو د پالنې یو مرکز ته ننوتی دی او د دې مرکز یوه ښځینه کارکوونکې یې په چاړه وژلې ده.
پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې او بریدګر د پېښې له سیمې تښتیدلی دی.
پولیس وايي، تر اوسه پورې دا روښانه نهده چې د مونټپیلیر ښارګوټي نېږدې په یو کلي کې شوی دا برید له ترهګرۍ سره تړاو لري او کنه.
د فرانسې خبري اژانس د د مونټپیلیر د څارنوال کریسټوف باریټ له خولې ویلي:
"دا برید یوازې یو قرباني لري او تر اوسه د برید د انګېزې په اړه ځانګړي شواهد نشته."
د زړو خلکو د پالنې په دې مرکز کې ۷۰ تنه هغه عمر خوړلي ښځې او سړي اوسي چې په افریقا کې یې د مبلغینو په توګه کار کړی دی.
فرانسې کې روان کال له هغو بریدونو وروسته چې مسؤلیت یې د داعش وسلهوالې ډلې منلی، بیړنی وضعیت دوام لري.