قزاقستان پر حکمتیار د بندېزونو په لېرې کولو کې همکاري کوي

افغان حکومت وايي، قزاقستان ژمنه کړې چې د حزب‎اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار په سر د بندېزونو په لېرې کولو کې همکاري کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل، دا ژمنه پرون د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرلن یدریسوف د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې وکړه.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان د دولت د غوښتنې د عملي کېدو په برخه کې به همکاري کوي کومه چې د حزب‎اسلامي په محترمه رهبري باندې د بندیزونو د لېرې کولو لپاره مطرح شوې ده."

ښاغلي غورځنګ وویل چې قزاقستان به ډېر ژر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعذیراتو د کمېټې دوره يي مشري په غاړه اخلي.

وړمه ورځ د افغان حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د سولې تفاهم‌لیک د تطبیق ګډې اجرائیوي کمېټې ویلي و چې تر درېیو نورو ورځو به د ملګرو ملتونو له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو وړاندیز د ملګرو ملتونو سازمان او امریکا ته واستول شي.