د اروپا پارلمان پرون پرېکړه وکړه چې له اروپايي ټولنې سره د ترکېې د یوځای کېدو خبرې دې وځنډېږي.
په داسې حال کې چې په ترکېه کې د ناکامې کودتا په خاطر مخالفین ځپل کېږي اروپايي ټولنې دا ګام دغه هېواد ته د یوه ټکان په خاطر پورته کړی دی.
د اروپا پارلمان له اروپايي ټولنې غوښتي تر هغو چې ترکېه له بیړنیو حالاتو لاس په سر نهشي له انقرې سره دې خبرې بندې کړي.
که څه هم د دې پرېکړې د مستقیمو اغېزو په اړه څه نه دي ویل شوي خو داسې ښکاري چې اروپايي ټولنه له ناکامې کودتا وروسته د ولسمشر طیب اردوغان له لوري د واک د لا ټینګښت په خاطر د ځینو ګامونو له پورته کولو څخه ورځ تر بلې ناراحته کېږي.
خو د ترکېې صدراعظم بن علي یلدریم خبرداری ورکړی چې د ترکېې په اړه د خبرو بندېدل به اروپايي ټولنه ډېره زیانمنه کړي.