ملګرو ملتونه: سټیفین ډیمیسټورا استعفی نه ده ورکړې

ملګرو ملتونو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د سوریې لپاره د دغه سازمان خاص استازي استعفی کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان پرون په یوه بیان کې وویل چې دا رپوټونه سم نه‎دي او ښاغلی سټیفین ډیمیسټورا خپله دنده مخته بیايي.

عربي رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلي ډیمیسټورا د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ته ویلي چې د شخصي دلایلو له امله دنده پرېږدي.

۶۹ کلن سټيفن ډیمیسټورا دوه کاله وړاندې په سوریه کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وټاکل شو او دنده ورکړل شوه چې د سوریې د لانجې سوله ییزې حل لارې ولټوي.

اخوا ښاغلي ډیمیسټورا تېره میاشت د سویس دولتي ټلویزیون ته وویل چې دنده یې سخته ده خو نیت نه لري چې استعفی وکړي.

د سوریې په جګړه کې تر اوسه څه باندې دوه نیم لکه کسان وژل شوي دي.