په سوریه کې یو امریکايي سرتېري وروسته له هغې سا ورکړه چې په یوې چاودنې کې سخت ټپي شو.
د امریکا په مشرۍ د داعش د وسلهوالې ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د قومندان سټیفن ټاونسینډ له خولې په یوې اعلامیې کې ویل شوي، دا سرتېري د (عین عیسي) په سیمه کې په یوې چاودنه کې ټپي شوی و.
اعلامیه زیاتوي چې په دې اړه به نور جزئیات په یو مناسب وخت کې وړاندې شي.