د کندهار نهمه امنیتي حوزه کې نن پولیسو خپل منځي نښته کړې

د کندهار په نهمه امنیتي حوزه کې نن تر غرمې وروسته د پولیسو تر منځ خپل منځي نښته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تائیدوي خو د تلفاتو او علت په اړه یې څه نه وایي.

خو یوې بلي امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نښته کې څلور پولیس وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي.

تېره اوونۍ د زابل په مرکز قلات کې هم ورته پېښه شوې وه خو هغې تلفات نه لرل.