افغانې سوداګرې د وجهي صندوق د جوړولو غوښتنه کوي

افغانې سوداګرې ښځې له دوی سره د مالي مرستې په هدف له اړوندو ادارو څخه د وجهې صندوق د جوړولو غوښتنه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ښوونې او روزنې د کمېټې مشره هوسۍ اندړ وایي، له دې سره به د سوداګرو مېرمنو مالي ستونزې تر یوه حده هوارې او د سوداګرۍ برخه کې به ښې لاس ته راوړنې ولري.

"د وجهي صندوق پيشنهاد موږ څو ځلي حکومت ته وکړ، هغه خوندي چې اوس د سوداګرۍ برخه کې یوې مرحلې ته رسېدلي دي، هغوی مادي ستونزې لري د دې لپاره باید حکومت یو وجهي صندوق جوړ کړي."

مېرمن انډر وایي، د هېواد اقتصادي او سوداګرېزو چارو کې د ښځو ونډه نه یوازې د کورني بلکې د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبوي.