د ننګرهار پولیسو درې تنه له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه درې تنه د کوټ ولسوالۍ د بابا کلي اوسیدونکي دي چې په هسکې مینې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
خو د دوی د نیول کېدو د وخت په اړه یې جزئیات نهدي خپاره کړي.
داعش ډلې هم د خپلو غړو د نیول کېدو په اړه تراوسه څه نهدي ویلي.