د افغانستان لوی څارنوال وایي، له ښځو سره د شوي تاوتریخوالي دوسیې به په جدیت او هر اړخېزه توګه وڅېړي.
محمد فرید حمیدي نن ارګ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په مناسبت جوړې شوي غونډې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د حکومت له لوري له ښځو سره د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو لپاره جدي اراده موجوده ده.
ښاغلي حمیدي زیاته کړه :
"تاوتریخوالی په افغانستان کې یوه جدي او اساسي معضله ده او ورسره د مبارزې لپاره هم موږ باید جدي، اساسي او نظام مند اقدامات ولرو."
له دې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په هدف ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شو.
اخوا د افغان ښځو شبکه وایې، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون عملي کېدو ته په دولت کې جدي اراده نهشته.