د سرپل د بلخاب ولسوالۍ مواصلاتي لاره بنده شوې

د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د " قوم کوتل" مواصلاتي لاره د درنو واورو د ورېدو له امله بنده شوې ده.

د سرپل ولایتي شورا او د بلخاب اوسیدونکي وایې، دغه لاره له څو ورځو راهیسې تړل شوې او دوی ورباندې تګ راتګ نه‎شي کولای.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني وایې، د یادې لارې له تړل کېدو سره د یوې بوجۍ اوړو بیه ۱۹۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي، دغه لاره به ژر د ترافیکو پر مخ پرانېستل شي.