هغه کس چې د بریتانیا د پارلمان غړې یې وژلی وه، په عمري حبس محکوم شو.
۵۳ کلن توماس میر د جون په میاشت هغه مهال جو کاکس ووژله چې په بریتانیا کې له اروپایي ټولنې سره د پاتېدو یا وتلو په اړه ټولپوښتنه کېده.
توماس میر ۴۱ کلنه کاکس د چاړې په ګذارونو وژلې وه.
کاکس هغه څوک وه چې د دې لپاره یې مبارزه کوله چې بریتانیا په اروپایي ټولنه کې پاتې شي.